Prophetic Hadeeth Encyclopedia
Search and read verified Prophetic hadeeth translations, explanations, benefits, categories and source attribution. Page 25.
Search the Hadeeth Encyclopedia
Smart instant results tolerate minor spelling mistakes, with every filter in one place.
اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی: له پيغمبر – صلی الله علیه وسلم – څخه – په هغه څه کې چې هغه یې له خپل رب څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ ، اې زما بنده ګانو تاسو ټ…
اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شاته په سپرلۍ سپور وم نو ویې وییل:« اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله…
ماته جنت او دوزخ راوښودل شول، او ما د ښه او بد په برخه کې لکه د نن ورځې په څېر هېڅکله داسې روښانه څه نه دي لیدلي، که تاسو په هغه څه پوهېدئ چې زه پرې پوهېږم، نو تاسو به لږ خندلي او ډېر به مو ژړلي وو
د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه د صحابه کرامو په اړه څه خبرې ور ورسېدې، نو خطبه یې وکړه او ویې ویل: "ماته جنت او دوزخ راوښودل شول، او ما د ښه او بد په برخه کې لکه د نن ورځې په څېر هېڅکله داسې روښانه څه نه دي لیدلي، ک…
مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله
له مقداد بن عمرو الکِندي رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: څه فکر کوې که زه د کفارو له یوه سړي سره مخ شم او جګړه مو سره راشي، هغه زما یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا زما څخه یوې ونې ته پناه یوسي او ووایي چې؟ الله ته مې غاړه ا…
یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی (هغه) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په هغه څه کې روایت کوي چې هغه یې له خپل رب څخه حکایت کوي، وایي: « یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک وتعالی وفرمایل: زما بنده ګنا…
بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل وېښتان باسي او یا ګرېوانونه څيرې کوي
د ابي برده بن ابي موسی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: پر ابو موسی سخت دردونه راغلل، تر دې چې بېهوښه شو، او سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې و، او (د بې هوښۍ له امله یې) نه شو کولی چې څه ورته ووایي، خو کله چې په هوښ راغی ویې ویل: زه له هر هغه چا څخه بېزار…
څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي
له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي»، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته یو لوښی راوړل ش…
الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي».
بېشکه چې عدل کوونکي به د الله - جل جلاله - په وړاندې د رڼا په منبرونو د رحمن ذات ښي طرف ته وي؛ او د هغه (ذات ) دواړه (بلا کیفه) لاسونه ښي دي
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بېشکه چې عدل کوونکي به د الله - جل جلاله - په وړاندې د رڼا په منبرونو د رحمن ذات ښي طرف ته وي؛ او د هغه (ذات ) دواړه (بلا کیفه) لاسونه ښي دي، هغه څوک چې په خپل قضاوت، خپلو…
بني اسرائیل د پیغمبرانو تر مشرۍ لاندې وو، کله چې به یو نبي وفات شو، بل نبي به یې ځای ناستی شو، خو زما نه وروسته به بل نبي نه وي، بلکې خليفهګان به وي
له ابو حازم څخه روایت دی وایي چې: ما له ابو هریره رضی الله عنه سره پنځه کاله تېر کړل، ما له هغه څخه اورېدل چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې حدیث بیانوه چې، «بني اسرائیل د پیغمبرانو تر مشرۍ لاندې وو، کله چې به یو نبي وفات شو، بل نبي به یې ځای ناستی شو، خو زما نه ورو…
څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو
جریر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي: "څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو…

