HadeethEnc · 1.46.0
بېشکه چې عدل کوونکي به د الله - جل جلاله - په وړاندې د رڼا په منبرونو د رحمن ذات ښي طرف ته وي؛ او د هغه (ذات ) دواړه (بلا کیفه) لاسونه ښي دي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بېشکه چې عدل کوونکي به د الله - جل جلاله - په وړاندې د رڼا په منبرونو د رحمن ذات ښي طرف ته وي؛ او د هغه (ذات ) دواړه (بلا کیفه) لاسونه ښي دي، هغه څوک چې په خپل قضاوت، خپلو کورنیو او هغه څه کې عدل کوي چې سرپرستي یې ور ترغاړې ده».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هغه کسان چې د دوی تر امر او قضاوت لاندې د خلکو او د دوی د کورنیو تر منځه په انصاف او رښتینولۍ سره قضاوت کوي نو هغوی به د درناوي په موخه په داسې لوړو او دنګو څوکیو ناست وي چې هغه به له نور څخه پيدا شوي وي. او دا منبرونه ( څوکۍ ) به د رحمان ذات ښي اړخ ته وي، او د هغه پاک ذات دواړه ( بلا کیفه ) لاسونه ښي دي.
03
Benefits
د عدالت فضیلت او پرې ټینګار.
عدالت عمومي دی چې ټولو سرپرستیو او د خلکو تر منځه پرېکړو کولو ته شامل دی، تر دې چې د مېرمنو، اولادونو او داسې نورو تر منځه عدالت کولو ته هم شامل دی.
د قیامت په ورځ د عدالت کوونکو د مرتبې بیان.
د قیامت په ورځ عمل ته په کتو سره د مومنانو په مرتبو کې توپیر.
د هڅونې طريقه د بلنې ( دعوت ) له هغو لارو چارو څخه ده چې بلنه ورکړل شوی پیروۍ ته هڅوي.

Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares