HadeethEnc · 1.46.0
يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي، نو د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې له ګناهونو یې ورته تېر شو».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سړي په اړه خبر ورکوي چې له خلکو سره به یې په قرض معامله کوله او یا به یې په نېټه خرڅول کول، او خپل هغه غلام ته به یې وییل چې له خلکو یې د قرضونو غوښتنه کوله: کله چې قرضدار ته ورغلې او هغه څه نه درلودل چې شته قرض پرې د ناتوانۍ له امله ادا کړي، نو "ورڅخه تېر شه"؛ دا چې یا ورته وخت ورکړې او په غوښتنه کې پرې سختي ونه کړې، او یا دا چې څه ورسره وي هماغه ورسره ومنې اګر که کم هم وي، پدې تمه چې الله تعالی ورته له ګناهونو څخه تېر شي او بخښنه ورته وکړي، نو کله چې مړ شو الله ورته بخښنه وکړه، او له ګناهونو یې ورته تېر شو.
03
Benefits
له خلکو سره په چلند کې نرمي، هغوی ته بخښنه کول او تنګلاسي ته تېرېدل د قیامت په ورځ د بنده لپاره د خلاصون له سترو اسبابو څخه دي.
له مخلوق سره نیکي او له الله سره اخلاص کول د هغه د رحمت په هیله د ګناهونو د بخښنې له لاملونو څخه دي.
له مخلوق سره نیکي او له الله سره اخلاص کول د هغه د رحمت په هیله د ګناهونو د بخښنې له لاملونو څخه دي.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

