مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له مقداد بن عمرو الکِندي رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: څه فکر کوې که زه د کفارو له یوه سړي سره مخ شم او جګړه مو سره راشي، هغه زما یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا زما څخه یوې ونې ته پناه یوسي او ووایي چې؟ الله ته مې غاړه ایښودلې ده (یعنې مسلمان شي) نو آیا زه یې لدې وینا وروسته هغه وژلی شم اې د الله رسوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل «مه یې وژنه» هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړ بیا یې دا کلمه وویله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله".
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه یې وژنه.
هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړی دی، آیا سره له دې یې هم ونه وژنم؟!
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه یې وژنه، یقینا چې د هغه وینه تویول پر تا حرام شول، ځکه که هغه دې له اسلام راوړلو وروسته وواژه، نو هغه به ستا په څېر شي چې په اسلام راوړلو سره یې وینه معصومه وګرځي، او ته به د هغه په څېر شې چې د هغه په وژلو قصاص شې.
Benefits
که له کفارو څخه کوم يو د جګړې پر مهال مسلمان شي، د هغه وينه خوندي شوه او بايد چې لاس ترې واخیستل شي، مګر دا چې د دې خلاف څه ترې صادر شي.
یو مسلمان باید د شرعي احکامو مطابق خپلې غوښتنې برابرې کړي، نه د تعصب او انتقام پر بنسټ.
ابن حجر وایي: د نوازلو (نویو مسائلو چې مخکې نه وي واقع شوي) په اړه پوښتنه کول روا دي مخکې له دې چې پېښ شي، پر دې بنا چې قصه لا تر دې دمه واقع شوې نه ده، او کوم څه چې د ځینو سلفو څخه د دې کراهت په اړه نقل شوي نو هغه پر دې بنا دي چې لږ او نادر واقع کیږي او هغه څه چې واقع کېدل یې د عادت له مخې ممکن وي، نو په اړه یې پوښتنه کول روا دي تر څو پرې خلک پوه شي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

