بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل وېښتان باسي او یا ګرېوانونه څيرې کوي
د ابي برده بن ابي موسی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: پر ابو موسی سخت دردونه راغلل، تر دې چې بېهوښه شو، او سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې و، او (د بې هوښۍ له امله یې) نه شو کولی چې څه ورته ووایي، خو کله چې په هوښ راغی ویې ویل: زه له هر هغه چا څخه بېزار…

