اې عباسه، اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره، له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت خېر او سلامتیا وغواړه
د عباس بن عبد المطلب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما وویل: ای د الله رسوله! ماته داسې څه راوښیه چې زه یې له الله تعالی څخه وغواړم. هغه وویل: «له الله تعالی څخه د سلامتیا سوال وکړه»، څو ورځې مې تېرې کړې بیا ورته راغلم، نو ومې ویل: اې د الله رسوله! ماته داسې څه راوښ…

