Prophetic Hadeeth Encyclopedia
Search and read verified Prophetic hadeeth translations, explanations, benefits, categories and source attribution. Page 2.
Search the Hadeeth Encyclopedia
Smart instant results tolerate minor spelling mistakes, with every filter in one place.
فضایل او آداب
کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي او کله چې له تاسو څخه یو څوک له خوبه…
کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: «کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او…
لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرماني، د نفس وژنه او په دروغو قسم خوړل دي
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرم…
په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ
ابو سعید الخدري رضي الله عنه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ، ځکه چې د بني اسرائیلو لومړۍ فتنه په ښځو کې…
اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ به ویل: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغ…
په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي
يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی: يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره…
د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)،
ابو موسی رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: "د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)، نو کوم چې د مشکو والا دی: يا خو به درته مشک ډالۍ کړي، یا به یې ترې واخلې او یا خو به ترې ښایسته بوی درشي، او پخ چې دی؛ نو یا خو به دې…
الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: یوه غریبه ښځه زما خوا ته راغله چې خپلې دوه لوڼې یې له ځان سره راوستې وې، نو ما درې خرماوې ورکړې، هغې هرې یوې ته یوه یوه خرما ورکړه او دریمه خرما یې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، نو دوو لوڼو یې ترې وغوښته، نو هغې…
د کونډې او مسکینانو پالنه کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې جهاد کوي، او یا د هغه چا په څېر دی چې د شپې ولاړ وي (تهجد کوي) او د ورځې روژه نیسي
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چ…

