لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرماني، د نفس وژنه او په دروغو قسم خوړل دي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرماني، د نفس وژنه او په دروغو قسم خوړل دي».
Explanation
لومړی یې «له الله جل جلاله سره شرک کول» دي: او شرک له الله پرته بل چا ته د هر ډول عبادت کول دي، او له الله تعالی سره د هغه د الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو په ځانګړتیاوو کې د نورو برابرول دي.
او دویمه یې "د مور او پلار نافرماني ده": او (نافرماني) له هرې هغې وینا او کړنې څخه عبارت دی چې د مور او پلار د ازار او اذیت لامل ګرځي، او له هغوی سره د نیکۍ پرېښودل دي.
او دریم یې له حق پرته "د نفس وژل" دي: لکه په ظلم او تیري سره قتل کول.
او څلورم یې " غموس قسم دی": او دا هغه قسم دی چې په قصدي توګه په دورغو خوړل کیږي، دا نوم ځکه ورکړل شوی چې خاوند یې د دې له امله په ګناه او یا اور کې منډل کیږي.
Benefits
په حدیث کې له دغو څلورو لویو ګناهونو څخه یادونه د هغوی د ګناه د لویوالي له امله شوې ده نه د محدودیت له امله.
ګناهونه په لویو او وړو وېشل کیږي، لویه (کبیره) ګناه : هغه ده چې دنیوي سزا پرې (ټاکل شوي) وي لکه: حدود، لعنت، او یا پرې په اخرت کې ګواښ شوی وي لکه: اور ته په ننوېستلو ګواښ، او دا چې لوی ګناهونه ښکته او پورته لري، نو ځینې یې له ځینو نورو څخه په حراموالي کې سخت وي، او له لویو ګناهونو پرته نور واړه دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

