له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي: «له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ» هغوی وویل: اې د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول».
Explanation
لومړی: له الله تعالی سره شرک کول، داسې چې له هغه پاک ذات سره مثل ونیول شي، په هره بڼه چې وي، او یا له عبادتونو څخه د هر ډول عبادت له الله تعالی پرته بل چا ته وشي، او په شرک یې پیل ځکه وکړ چې تر ټولو لویه ګناه ده.
دویم: جادو دی - چې هغه له غوټو، دمونو، درملو او لوګیو څخه عبارت دی - چې د جادو کړی شوي انسان په بدن کې د هغه په وژلو او یا ناروغولو اغېزه کوي او یا د ښځې او خاوند تر منځه جلاوالی راولي، او دا یو شیطاني عمل دی، او ډیری یې داسې دي چې پایلي ته نه رسیږي مګر په الله تعالی باندې په شرک کولو او یا پلیتو ارواحو ته په هغه څه سره په نزدې کېدولو چې هغوی یې خوښوي.
دریم: د هغه نفس وژل چې الله تعالی یې وژل حرام کړي دي پرته له دې چې د حاکم له خوا په مشروع جواز سره پلي شي.
څلورم: د سود خوړل او یا د نورو وسیلو په استعمالولو سره له سود څخه ګټه اخیستل.
پنځم: د هغه نابالغ په مال کې خیانت کول چې پلار یې بلوغ ته له رسېدو مخکې مړ شوی وي.
شپږم: د کافرانو سره له جګړې څخه تېښته.
اووم: په آزادو او پاکو ښځو باندې د زنا تور لګول او همدارنګه د نارینه و تورنول.
Benefits
د نفس وژلو جواز کله چې په حقه وي، لکه قصاص، مرتد کېدل، او له واده نه وروسته زنا کول، او دا چې شرعي واکمن به يې تطبيقوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

