کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی».
Explanation
Benefits
هغه خیانت چې په اړه یې ګواښ راغلی دی هر هغه خیانت ته شاملېږي چې چا تاسو په وینې، عزت، راز یا پیسو امانتدار کړي وئ او تاسو ورسره خیانت وکړئ، او په امانت کې مو د هغه د تمې خلاف عمل کړی وي.
قرطبي وايي: دې کې عربو ته خطاب دی چې د ځینو کړنو له امله به یې کولې؛ هغوی به د وفادارۍ لپاره سپین بیرغ او د خیانت لپاره تور بیرغ پورته کاوه، تر څو خیانت کوونکی ملامت کړي او غندنه یې وکړي، نو په حدیث کې د خیانت کوونکي سره هم د ورته عمل په څېر یو څه ښودنه شوې ده، څو یې د قیامت په ورځ د خپلو ځانګړتیاوو له امله مشهور شي او د محشر خلک یې ملامت کړي.
ابن حجر ویلي: پدې کې دېته هم اشاره ده چې د قیامت په ورځ به خلک د پلرونو په نومونو سره راغوښتل کېږي لکه چې فرمایي: دا د فلاني؛ د فلاني د زوی خیانت دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

