په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډېر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه درېده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره) پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له الحسن څخه روایت دی، هغه وايي چې: جندب بن عبدالله رضي الله عنه راته په دې مسجد کې حدیث بیان کړ او موږ د هغه له روایت نه وروسته هېڅکله (دا خبره) هېره کړې نه ده، او موږ دا وېره هم نه لرو چې جندب به په رسول الله ﷺ دروغ ویلي وي، هغه وایي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډېر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه درېده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره) پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ».
Explanation
Benefits
د تېرو امتونو هغه کیسې بیانول چې خېر او پند پکې وي.
ابن حجر ویلي: په (حدیث) کې د دې خبرې ثبوت دی چې انسان باید د الله له حقونو څخه وانه وړي او دا چې هغه پر مخلوق مهربان دی چې ځان وژنه یې پرې حرام کړې ده، او دا چې نفسونه یوازې د الله ملکیت دی.
د هغو اسبابو د راکړې ورکړې حراموالی چې ځان وژنې ته لار پرانیزي او په دې اړه سخت ګواښ.
ابن حجر وايي: دا څرګندوي چې سړي خپل لاس د درملنې په موخه نه؛ بلکې د ځان وژنې په موخه پرې کړ، ځکه چې د درملنې لپاره په یو کار کې غالب ګمان دا وي چې ورسره ورغېږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

