د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)،
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
ابو موسی رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: "د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)، نو کوم چې د مشکو والا دی: يا خو به درته مشک ډالۍ کړي، یا به یې ترې واخلې او یا خو به ترې ښایسته بوی درشي، او پخ چې دی؛ نو یا خو به دې کالي وسوځي، او یا به ترې بد بوی درشي».
Explanation
لومړی ډول: نېک او صالح ملګری چې د الله لورې او هغه څه ته دې لارښوونه کوي چې هغه پرې خوشحالیږي، او په اطاعت کې دې مرسته کوي. نو د ده مثال لکه د مشکو پلورونکي دی چې یا خو به یې درکړي، یا به یې ترې واخلې او یا به ترې ښایسته بوی درشي.
او دویم ډول: بد ملګری؛ چې د الله له لارې دې منع کوي او د ګناهونو په کولو کې دې مرسته کوي او بد کارونه به ترې وینې او د هغه په څېر خلکو د ملګرتیا او ناستې پاستې له امله به د خلکو مخ در اوړي. نو د ده مثال د هغه پخ (آهنګر) په څېر دی چې اور پوکوي؛ نو یا خو به د اور سپرغۍ دروالوځوي او کالي به دې وسوځوي، او یا خو به ورته د نږدې والي له امله بد بوی ومومي.
Benefits
د فرمانبرداره او صالحه خلکو ناستې ته هڅول او پر ملګرتیا یې ټینګار، او د مفسدو او بد اخلاقه خلکو څخه ډډه کول.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

