کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: «کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».
Explanation
Benefits
شیطان بني آدم په کار، چال چلند او ټولو چارو کې څاري، نو کله چې د الله جل جلاله له یاد څخه غفلت وکړي، هغه څه ترې ترلاسه کوي چې هغه یې ترې غواړي.
د الله جل جلاله یادول شیطان شړي.
هر شیطان پیروان او دوستان لري چې په ویناوو یې خوشحالیږي او له امر څخه یې پيروي کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

