آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو نو هغه وفرمایل: «آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟» نو یو ناست کس ترې وپوښتل: څنګه زموږ څخه یو څوک کولای شي زر نېکۍ تر لاسه کړي؟ هغه وفرمایل چې: «سل ځلې تسبیح ووايي، نو زر نېکۍ ورته لیکل کېږي او یا ترې زر ګناهونه کمېږي».
Explanation
Benefits
د تسبیح او ذکر فضیلت؛ او دا چې دا یو اسان عمل دی چې انسان پرې نه ستړی کېږي خو له دې لارې لوی ثواب ترلاسه کوي.
په نېکيو کې د صحابه کرامو هڅه او له ځنډ پرته چټک اقدام.
لس چنده د نېکیو زیاتېدل، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا) [الأنعام: ١٦٠] یعنې: څوک چې یوه نېكي راوړي، د هغه لپاره د هغې لس چنده دي، او دا د زیاتوالي تر ټولو لږه اندازه ده، کنه تر اوه سوه چنده هم روایت شوی دی.
په ځینو روایتونو کې د «او» پر ځای «و» راغلې: پدې وینا کې: أو يحط عنه ... ملا علي قاري ویلي: کله «و» د «او» په معنا هم راځي، نو د دواړو روایتونو تر منځ ټکر نشته، او لکه معنا یې چې داسې وي چې: څوک چې دا وايي، زر نېکۍ ورته لیکل کېږي؛ او که ګناهونه پرې نه وي، نو ځینې یې لرې کېږي او ځینې نېکۍ یې ترلاسه کوي، او کېدی شي چې «او» د «و» په معنا وي، او یا یې معنا (بلکې) وي، نو هغه مهال ورته بیا دواړه جمع کېږي او د الله تعالی لورینه لدې ډېره پراخه ده، پای، یعنې زر نیکۍ ورته لیکل کېږي او زر ګناهونه ترې پاکيږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

