يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی: يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرم، هغه وفرمایل: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ»، «ته له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». انس رضي الله عنه وویل: موږ په هیڅ شي دومره خوشحاله نه وو، لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا خوشحاله وو چې: «تاسو د هغه چا سره یاست چې مینه ورسره لرئ» انس وویل: نو زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لرم او زه هیله لرم چې دوی سره زما د مینې له امله ورسره شم، که څه هم زه د دوی په څیر عمل ونه کړم.
Explanation
نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: د دې لپاره دې په کومو نیکو عملونو سره چمتوالی نیولی دی؟
نو پوښتونکي وویل: په کومو لویو عملونو سره ورته چمتوالی نه لرم، خو دا ده چې زه د الله او د هغه د رسول سره مینه لرم. لدې پرته یې د نورو قلبي، بدني او مالي عبادتونو یادونه ونه کړه؛ ځکه چې دا ټول د هغې مینې برخه ده چې دا (عبادتونه) یې پایله ده، او ځکه چې ریښتینې مینه یو څوک په نېکو عملونو کې زیار ویستلو ته اړباسي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: یقینا چې ته به په جنت کې له هغه چا سره یې، چې مینه ورسره لرې.
نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام پدې زېري سره سخت خوشحاله شول.
بیا انس رضی الله عنه وویل چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لري او دا چې دی هیله لري چې له هغوی سره اوسي، که څه هم عمل یې د هغوی د عمل په څېر نه دی.
Benefits
الله تعالی د قیامت په اړه پوهېدل له خپلو بندګانو پټ کړی دی تر څو انسان د الله تعالی سره د ملاقات لپاره چمتو اوسي.
د الله تعالی، د هغه د رسول او د صالحو مؤمنانو سره د مينې فضيلت او د مشرکانو سره له محبت کولو ویرول.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې وینا څخه مطلب چې: ته د هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې. په درجې او مرتبې کې برابري نه ده، بلکې مراد ترې دا دی چې هغوی په جنت کې دي او هلته هر څوک کولی شي یوبل وګوري، که څه هم ځای لرې وي.
مسلمان ته لارښوونه کوي چې په هغه څه تمرکز وکړي چې د هغه لپاره غوره او ګټور وي او د هغه څه په اړه پوښتنه کول پریږدي چې ګټه ورته نه لري.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

