ایا زه تاسو ته د دجال په اړه داسې یو څه ونه وایم چې هېڅ پیغمبر خپل قوم ته نه دي ویلي؟ هغه (په یوه سترګه) ړوند دی، او هغه له ځان سره د جنت او دوزخ په څېر راوړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ایا زه تاسو ته د دجال په اړه داسې یو څه ونه وایم چې هېڅ پیغمبر خپل قوم ته نه دي ویلي؟ هغه (په یوه سترګه) ړوند دی، او هغه له ځان سره د جنت او دوزخ په څېر راوړي نو کوم چې هغه یې جنت بولي هغه اور دی او زه تاسو ته خبرداری درکوم لکه څنګه چې نوح خپل قوم ته خبرداری ورکړی و .
Explanation
هغه په سترګه ړوند دی.
او الله تعالی له هغه سره داسې یو څه مل کړي دي چې په سترګو جنت او دوزخ ښکاري.
مګر د هغه جنت اور او اور یې جنت دی، چا یې چې پیروي وکړه نو خلکو ته داسې ښکاري چې ګویا جنت ته یې ننباسي، خو په حقیقت کې هغه سوځونکی اور دی، او چا یې چې نافرماني وکړه خلکو ته داسې ښکاري چې هغه یې اور ته ننباسي، خو په حقیقت کې هغه ښایسته جنت دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغه د فتنې په اړه خبرداری راکړ، لکه څنګه چې نوح علیه السلام خپل قوم ته خبرداری ورکړی و.
Benefits
د دجال له فتنې څخه خلاصون په ریښتیني ایمان، الله تعالی ته په پناه وړلو او په ورورستي تشهد کې له شیطان څخه په الله تعالی پناه غوښتلو او د کهف سورت د لومړیو لسو آیتونو په حفظولو سره کیږي.
د خپل امت په اړه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سخته اندېښنه، چې هغه مسلمانانو ته د دجال هغه ځانګړنې بیان کړې، چې له ده مخکې هېڅ پېغمبر نه وې بیان کړې.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

