له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له زینب بنت جحش رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویره کې هغې ته ورغی او ویې فرمایل: «له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو» بیا یې خپله غټه او ورسره ګوته حلقه کړې(یعنې لږه برخه یې پاتې شوه)، زینب بنت جحش رضي الله عنها فرمایي نو ما وویل چې ای د الله رسوله! آیا موږ به هلاک شو په داسې حال کې چې زموږ په مینځ کې صالح خلک دي؟ ويې ويل: «هو، کله چې فسق او فجور زیات شي».
Explanation
Benefits
د ګناهونو پر منع کولو ټېنګار او مخنیوی یې کول چې واقع نه شي.
عام هلاکت هغه مهال رامنځته کیږي چې ګناهونه زيات شي، په خلکو کې عام شي او هېڅوک ترې منع کول نه کوي، که څه نېکان خلک ډېر وي.
مصیبت په نېکانو او فاسدانو ټولو راځي، خو هر سړی به د خپل نیت سره راژوندی کیږي.
پدې وینا سره چې " عربانو ته هلاکت دی د هغه شر له امله چې نږدې شوی دی" رسول الله صلی الله علیه وسلم عربان ځکه په ځانګړې توګه یاد کړل چې هغه مهال دوی اکثريت هغه کسان وو چې اسلام یې قبول کړی و.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

