HadeethEnc · 1.46.0
څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
جریر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي: "څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې څوک له مهربانۍ څخه بې برخې شو، هېڅکله به په دیني او دنیوي چارو کې بریالی نه شي او نه په هغه څه کې چې د ځان لپاره یې کوي او یا یې له نورو سره کوي، نو یقینا چې له ټولو ښېګڼو څخه محروم شو.
03
Benefits
د مهربانۍ فضیلت او دا صفت په ځان کې پېدا کولو ته هڅول او د تاوتریخوالي غندل.
په مهربانۍ کې د دواړو جهانونو ښېګڼه او د چارو پراخوالی دی او په تاوتریخوالي کې د دې برعکس.
مهرباني د ښو اخلاقو او خوندیتوب پایله ده، په داسې حال کې چې تاوتریخوالی د غصې او بې شرمۍ پایله ده، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني ستایلې او مبالغه یې پکې کړې ده.
سفیان الثوري رحمه الله خپلو ملګرو ته وویل: آیا پوهیږئ چې مهرباني څه شی دی؟ مهرباني هغه څه دي چې هر کار په خپل ځای کې وکړي لکه : سختي په خپل ځای کې او نرمي په خپل ځای کې؛ توره په خپل ځای کې او دره په خپل ځای کې.

Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares