(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم)
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له الأغرّ رضي الله عنه نه روایت دی، او هغه د نبي صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).
Explanation
Benefits
توبه عمومي ده، که له حرامو او ګناهونو څخه وي، او یا د واجباتو (فرضو) په ادا کولو کې د نېمګړتیا له امله.
په توبه کې اخلاص (یوازې د الله لپاره کول) د هغې د قبولې شرط دی، نو که څوک یوه ګناه د الله لپاره نه، بلکې د بل چا لپاره پرېږدي، نو هغه توبه کوونکی نه ګڼل کېږي.
نووي ویلي دي: توبه درې شرطونه لري: له ګناه نه لاس اخيستل، د هغې پر کولو پښېماني، او دا چې کلکه اراده وکړي چې هېڅکله به بېرته نه ورګرځي، او که چېرته ګناه د بل انسان د حق سره تړاو درلوده، نو بیا څلورم شرط دا دی چې هغه په ظلم سره (اخېستل شوی) حق بېرته خپل خاوند ته وسپارل شي او یا ترې (په بخښلو سره) براءت تر لاسه شي.
دلته دې خبرې ته پاملرنه په کار ده چې د نبي صلی الله علیه وسلم د استغفار (بخښنې غوښتلو) لازمي معنا دا نه ده چې هغه به ګناه کړې وي، بلکې دا د هغه د بندګۍ د کمال، د الله پاک د ذکر سره د ژور تعلق، د الله د حق د ستروالي احساس، او دې حس درلودلو له مخې چې بنده، که هر څومره عمل وکړي، بیا هم د الله پر نعمتونو د شکر په ادا کولو کې نېمګړی پاتې کېږي، دا عمل همداراز له هغه وروسته د امت لپاره د لارښوونې (تشریع) په توګه دی، او نور ګڼ شمېر حکمتونه هم لري.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

