افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#4936[صحيح دی]
HadeethEnc · 1.46.0

بني اسرائیل د پیغمبرانو تر مشرۍ لاندې وو، کله چې به یو نبي وفات شو، بل نبي به یې ځای ناستی شو، خو زما نه وروسته به بل نبي نه وي، بلکې خليفه‌ګان به وي

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له ابو حازم څخه روایت دی وایي چې: ما له ابو هریره رضی الله عنه سره پنځه کاله تېر کړل، ما له هغه څخه اورېدل چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې حدیث بیانوه چې، «بني اسرائیل د پیغمبرانو تر مشرۍ لاندې وو، کله چې به یو نبي وفات شو، بل نبي به یې ځای ناستی شو، خو زما نه وروسته به بل نبي نه وي، بلکې خليفه‌ګان به وي او زیات به شي»، هغوی وویل: «نو ته موږ ته څه امر کوې؟» هغه وفرمایل: یو د بل پسې چې خلیفه کېږې، نو بیعت ورسره کوئ، هغوی ته یې حق ورکړئ، ځکه الله به له دوی نه د هغه مسؤولیت پوښتنه کوي چې ورسپارلی یې دی (د رعیت د چارو په اړه)».
02

Explanation

نبي ﷺ خبر ورکړی چې بني اسرائيل به د پیغمبرانو تر قیادت لاندې وو، او د هغوی چارې به یې داسې مخته وړلې لکه څرنګه چې امیران او واليان د خپلو رعیتونو چارې سمبالوي، هرکله به چې په دوی کې کوم فساد خپور شو، نو الله به هغوی ته یو نوی نبي راولېږه، تر څو یې دیني چارو ته نظم ورکړي او هغه بدلونونه لرې کړي چې هغوی به په احکامو کې راوستې وو. او بېشکه زما نه وروسته به بل نبي نه وي، چې د پخوانیو پیغمبرانو کارونه ترسره کړي، خو زما نه وروسته به خلفاء راشي، هغوی به زیات شي، او تر منځه به یې اختلاف او شخړې پېښېږي. نو صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ته (هغه مهال بیا) موږ ته څه امر کوې؟ نو هغه وفرمایل: کله چې له یو خلیفه پسې د بل خلیفه سره بیعت وشو؛ نو د اول بیعت صحیح دی او وفا کول پرې واجب دي او د دویم بیعت باطل دی، او پر هغه حرام دي چې له خلکو یې وغواړي، او هغوی ته یې حق ورکړئ، د هغوی اطاعت وکړئ او ورڅخه په اورېدو او له ګناه پرته په اطاعت کولو ورسره ژوند وکړئ، ځکه یقینا چې الله تعالی ترې پوښتنه کوي او د هغه څه په اړه ورسره محاسبه کوي چې په تاسو یې کوي.
03

Benefits

بېشکه رعیت (خلک) خامخا یو نبي یا خلیفه ته اړتیا لري چې چارې یې سمبال کړي او سمې لارې ته یې رهبري کړي.
او دا چې زموږ د نبي محمد صلی الله علیه وسلم پسې بل نبي نه راځي.
د هغه چا پر وړاندې د پاڅون خبرداری چې په مشروع ډول یې واک تثبیت شوی وي.
او دا چې په یو وخت کې له دوو خلیفه ګانو سره بیعت کول ناروا دي.
د واکمن د مسوولیت عظمت او دا چې الله جل جلاله به ترې د رعیت په اړه پوښتنه کوي.
ابن حجر رحمه الله ویلي: دیني چارو ته پر دنیوي چارو لومړیتوب ورکول کیږي، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاکم د حق په ادا کولو امر کړی؛ ځکه چې پدې کې د دین د کلمې لوړتیا، او د فتنې او شر دفعه ده، او دا چې د حق غوښتنه یې وروسته شوې ده نو دا یې نه ساقطوي، بلکې الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې هغه به یې حق ادا کوي او هغه ته به یې پوره ورکوي، و لو که په آخرت کې هم وي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه یوه نښانه، ځکه چې له هغه وروسته زیات خلفاء راغلل، او د امت مشري یې پر غاړه واخیسته چې — ځینو اصلاح راوسته، او ځینو فساد وکړ.

Attribution

[متفق علیه دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...