څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي»،
او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته یو لوښی راوړل شو چې په هغه کې پیاز یا بل ډول شنه سبزیجات و، نو هغه یې بوی حس کړ، نو پوښتنه یې وکړه او ورته وویل شو چې شنه بوی لرونکي سبزیجات پکې دي، نو ویې فرمایل چې د هغه ځینو ملګرو ته یې وړاندې کړئ چې له هغه سره (په سفر کې) وو، نو کله یې چې ولیدل له خوړلو یې کرکه وکړه او ویې ویل: «كُلْ فَإِنِّي أُنَاجِي مَنْ لاَ تُنَاجِي».
«وخورئ، ځکه زه له هغه چا سره مناجات کوم چې ته یې نه کوې». او د مسلم روایت دی له جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ - وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ».
«څوک چې له دې هوګې څخه خوراک وکړي، - او یو ځل یې وفرمایل: څوک چې پیاز، هوږه او یا ګندنه وخوري، نو زموږ جومات ته دې نه رانږدې کیږي، ځکه چې ملائکې د هغه څه له امله تکلفیږي چې بني آدم ترې تکلیفیږي".
Explanation
او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې ملاېکې د بد بوی له امله داسې ازاریږي لکه څنګه چې بنی آدم ازاریږي.
Benefits
هر هغه شی په حکم کې دې ته ورته دی چې بد بوی لري او لمونځ کوونکي پرې ازاریږي، لکه د سګرټ لوږی، تمباکو او داسې نور.
د ممانعت علت بوی دی، نو کله چې په زیات پخلي او یا بل څه سره له منځه ولاړه شي؛ کراهت یې له منځه ځي.
د هغو کسانو لپاره چې په جومات کې لمونځ کوي د دې شیانو خوړل مکروه دي؛ تر څو جومات ته د جماعت لپاره لاړ نه شي، پرته له دې چې د ځان لپاره یې بهانه وګرځوي چې جومات ته لاړ نه شي، که داسې یې وکړل نو دا کار حرام دی.
د هوږې او داسې نورو څیزونو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ممانعت له دې امله نه و چې دا څیزونه حرام دي، بلکې له دې امله و چې هغه له جبریل علیه السلام سره ملاقات (مناجات) درلود.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښایسته لارښوونه، چې د حکم سره یې د هغه سبب بیاناوه؛ تر څو مخاطب پر حکمت د پوهېدلو له امله ډاډمن شي.
قاضي ویلي: علماوو پدې له جومات پرته هغه ځایونه هم قیاس کړي دي چې په جماعت سره پکې لمونځونه کیږي لکه: عیدګاه، د جنازو لمونځ ځای او داسې نور د عبادت لپاره د راټولیدو ځایونه، همدا رنګه د علم، ذکر، ودونو او داسې نور مجلسونه، بازارونه او داسې نور ځایونه دا حکم نه لري.
علماوو ویلي: پدې حدیث کې د هوږې او داسې نورو شیانو د خوړونکي لپاره جومات ته له ننوتلو ممانعت راغلی دی -که څه هم جومات خالي وي- ځکه چې د ملاېکو ځای دی، او د حدیث عمومیت پدې دلالت کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

