په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي» بیا به ابو هریره ويل: که وغواړئ دا تلاوت کړئ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78] یعنې: (بېشكه د سهار قرائت ته شاهدي ورکول کېږي (ملايکې حاضرېږي).
Explanation
که خوښ ګڼئ نو (د الله تعالی دا قول ولولئ): [یقینا لمونځ دسبا ته حاضرېدلی شي ( ملاېکې)] [الإسراء سورت: 78 آیت]، يعنې د سهار لمانځه ته د شپې او ورځې ملائکې دواړه حاضرېږي.
Benefits
پدې (حدیث کې) د سهار د لمانځه فضیلت دی؛ ځکه چې ملایکې پکې راټولېږي.
ابن باز ویلي: مؤمن ته ښایي چې د دې لوی خېر د ترلاسه کولو لپاره په جماعت سره په لمانځه کولو ټینګار وکړي که څه هم یې کور لرې وي.
نووي د روايتونو د جمع کولو په اړه ویلي چې د جماعت لمونځ د انفرادي لمانځه څخه پنځه ويشت درجې غوره دی، او بل يې اووه ويشت درجې: نو د دې روایتونو د جمعې لپاره درې وجوهات دي: لومړی: دا چې هېڅ تضاد نشته، ځکه د کوچني (عدد) یادونه لوی عدد نه ردوي او د اصول پوهانو په نظر د شمېر مفهوم باطل دی. دویم: دا چې هغه لومړی د لږ عدد په اړه خبر ورکړ، بیا الله تعالی هغه ته د زیات ثواب په اړه خبر ورکړ، نو هغه یې په اړه (امت ته) خبر ورکړ. دریم: دا د عبادت کوونکو او لمونځ کوونکو حالاتو او لمانځه ته په لېدو توپير لري، نو د ځینو لپاره پنځه ویشت درجې دي، او د نورو لپاره اووه ويشت درجې، د لمانځه کمال، هیئت، خشوع، د جماعت لوی والی، د جماعت کوونکو او ځای فضیلت او داسې نورو ته په لیدو توپیر لري. و الله اعلم.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

