آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه)
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی او ورته یې وویل: اې د الله رسوله، زه څوک نلرم چې لاس نیولی مې جومات ته راولي، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې غوښتنه وکړه چې په کور کې د لمانځه کولو اجازه ورکړي، نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو غږ یې پسې وکړ، ورته یې وویل: " آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه).
Explanation
Benefits
د هغه دا وینا چې: "اجابت وکړه" پدې دلالت کوي چې هغه څوک چې اذان اوري نو په جماعت سره لمونځ کول پرې واجب دي، ځکه چې امر په اصل کې د وجوب لپاره دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

