هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه داسې یو سړی وم چې کله به مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو حدیث واورېد نو الله به چې څومره غوښتلي و ماته به یې پرې ګټه راورسوله او كله به چې هغوى ماته یو روايت بیاناوه نو ما به قسم ورکاوه، نو کله به یې چې راته قسم وکړ…

