په حقیقت کې، هغه څه چې تاسو یې وایئ او بلنه ورته کوئ ډېر ښه به وي که تاسو موږ ته ووایاست چې آیا د هغه څه لپاره کفاره شته چې مونږ کړي دي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی: دا چې ځینو مشرکانو زیات وژل کړي وو، زناګانې یې زیاتې کړې وې، نو دوی محمد صلی الله علیه وسلم ته راغلل، او ویې وویل: : په حقیقت کې، هغه څه چې تاسو یې وایئ او بلنه ورته کوئ ډېر ښه به وي که تاسو موږ ته ووایاست چې آیا د هغه څه لپاره کفاره شته چې مونږ کړي دي نو دا آیت نازل شو {وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللهِ إِلَهًا آخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ} [الفرقان: 68] - (يعني او د رحمن ذات بنده ګان هغه دي) چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي) (نو دوی ته به د لوړو ماڼیو بدله ورکړلی شي) او دا آیت نازل شو: {قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللهِ} [الزمر: 53]. ته (دوى) ته ووایه: اې زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، [الزمر: ۵۳]
Explanation
نو دا دوه آیتونه نازل شول: چې الله تعالی یې په ترڅ کې د هغو خلکو توبه قبوله کړه، سره لدې چې زیات او لوی ګناهونه یې کړې وو، او که داسې نه وای شوي نو په خپل کفر او سرکشۍ کې به وړاندې تللي وو او هېڅکله به پدې دین کې نه وو داخل شوي.
Benefits
پر بندګانو د الله تعالی د مهربانۍ، بښنې او عفوې پراخوالی.
د شرک حراموالی، په ناحقه د نفس د وژلو حراموالی، د زنا حراموالی، او هغه چاته ګواښ چې دا ګناهونه کوي.
ريښتینې توبه چې اخلاص او نېک عملونه ورسره وي د ټولو لویو ګناهونو لپاره کفاره ګرځي، چې پدې کې په الله تعالی کافرېدل هم شامل دي.
د الله تعالی له رحمت څخه د نا امیدۍ او ناهیلي کېدو حراموالی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

