(لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کاکا ته وویل: « (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم»، وایي: که چېرته قریشو پېغور نه راکاوه او نه یې ویل: چې سختۍ - د مرګ وېرې او کمزورۍ - دې کار ته اړ وېسته نو ستا سترګې به مې پدې سره یخې کړې وې، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ} [القصص: 56]. یعنې: بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې)
Explanation
Benefits
نبي صلی الله علیه وسلم یوازې د لارښوونې د هدایت واک لري نه د توفیق د هدایت.
د ناروغ کافر د پوښتنې روا والی، تر څو اسلام ته راوبلل شي.
په هر حالت کې د الله لارې ته په رابللو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

