{ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ}
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له زبیر بن العوام څخه روایت دی وایي: کله چې دا آیت نازل شو {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8] ،بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې پوښتنه كېږي ، نو زبیر وویل: اې د الله رسوله: هغه کوم نعمتونه دي چې زمونږ څخه به یې پوښتنه کیږي، پداسې حال کې چې یوازې دوه تور خواړه لرو چې یو یې خرما او بل یې اوبه دي؟ هغه وفرمایل: «خبردار اوسئ چې له همدې څخه به کیږي».
Explanation
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تاسو څخه به په همدې حالت کې د نعمتونو په اړه پوښتنه وشي چې تاسو په کې یاست، ځکه چې دا د الله تعالی له نعمتونو څخه دوه لوی نعمتونه دي.
Benefits
نعمتونه هغه څه دي چې د قيامت په ورځ به یې په اړه له بنده څخه پوښتنه وشي، هغه که لږ وي او یا ډېر.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

