چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي
له حمران - د عثمان بن عفان له ازاد شوي غلام - څخه روایت دی چې هغه عثمان ولیده چې د اودس لپاره یې اوبه راوغوښتې، نو له لوښي څخه یې په لاسونو اوبه راتوی کړې او درې ځلې یې ومینځل، بیا یې ښی لاس لوښي ته ښکته کړ، بیا یې خولې ته او پوزې ته اوبه واچولې او پوزه یې سوڼ کړه، بیا…

