هغه ته ورشه او ورته ووایه: ته له دوزخیانو څخه نه، بلکې له جنتیانو څخه یې
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د ثابت بن قیس د نادرکۍ په اړه پوښتنه وکړه، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، زه به یې په اړه معلومات وکړم، نو ورغی او پداسې حال کې یې وموند چې په کور کې ناست و، سر یې ټیټ نیولی و، نو ورته یې وویل: څه حال دې دی؟ هغه وویل: شر دی، خپل غږ یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له غږ څخه پورته کړی، نو عمل یې برباد شوی او دا چې هغه د اور له خاوندانو څخه دی، نو سړی راغی او - رسول الله صلی الله علیه وسلم - ته یې خبر ورکړ چې داسې او داسې یې وییل، نو بیا ځلې د یو لوی زیري سره وروګرځېده ویې وییل: «هغه ته ورشه او ورته ووایه: ته له دوزخیانو څخه نه، بلکې له جنتیانو څخه یې».
Explanation
نو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروګرځېده او پدې اړه یې خبر ورکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې بېرته ثابت ته وروګرځي او زیری ورکړي چې هغه له دوزخیانو څخه نه بلکې له جنتیانو څخه دی، ځکه چې د هغه غږ پیدایشي لوړ و، او ځکه چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ویونکی و او همدا رنګه د انصارو خطیب و.
Benefits
صحابه کرامو ته د رسول الله صلی الله علیه پاملرنه او د هغوی د احوالو اخیستل.
د عملونو له بربادېدو څخه د صحابه کرامو رضوان الله علیهم وېره.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه په ژوند کې په خبرو کې د ادابو مراعتول او له مرګ څخه وروسته یې د هغه د سنت د اورېدلو پر مهال د غږونو ټیټول.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

