زه به دا بیرغ هغه چا ته ورکړم چې د الله او د هغه له رسول سره مینه لري او الله به د هغه په لاسونو فتحه راولي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خېبر په ورځ وویل: «زه به دا بیرغ هغه چا ته ورکړم چې د الله او د هغه له رسول سره مینه لري او الله به د هغه په لاسونو فتحه راولي» عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایي: ما هېڅکله امیریت نه دی خوښ کړی مګر په هغه ورځ، وایي؛ ځان مې ورته رانیغ کړ چې غږ راته وشي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم علي بن ابي طالب ته غږ وکړ او بیرغ یې ورکړ او ورته یې وویل :«لاړ شه او تر هغه پورې آخوا دېخوا ونه ګورې تر څو چې الله تعالی بری نه وي درکړی» وایې علي یو څه مزل وکړ بیا ودرید او شاته یې ونه کتل، او چغه ئې کړه چې ای د الله رسوله! د څه لپاره له خلکو سره وجنګېږم؟ هغه وفرمایل :«تر هغه پورې ورسره وجنګیږه چې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، نو کله یې چې دا کار وکړ، خپله وینه او مال یې درڅخه خوندي کړل، مګر دا چې په حق وي (یعنې وینه یې په حق توی شي او مال یې په حق واخیستل شي) او حساب به یې له الله تعالی سره وي».
Explanation
او عمر بن الخطاب رضي الله عنه یادونه وکړه چې هغه هېڅکله مشري نه ده خوښه کړې پرته له دې ورځې چې ده ته ورکړل شي، په دې هیله چې کوم څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله او د هغه د رسول د مینې په اړه وویل هغه تر لاسه کړي، نو له دې امله عمر رضي الله عنه ځان نیغ کړ تر څو یې رسول الله صلی الله علیه وسلم وګوري؛ پدې هیله چې د مشرۍ لپاره بلنه ورکړي، او لیوالتیا یې درلوده او ټینګار یې کاوه چې بیرغ ورکړل شي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم علی بن ابی طالب رضي الله عنه راوبله او بیرغ یې ورکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته امر وکړ چې له لښکر سره حرکت وکړي او کله چې دښمن سره مخ شو نو؛ جګړه به نه دروي؛ نه به دمه کوي او نه به سولې ته غاړه ږدي، تر څو الله تعالی د لویو برجونو او قلاګانو فتح او بریا ورنصیب کړي او پر دښمن یې برلاسی کړي.
نو علي رضي الله عنه روان شو، بیا ودرید خو شاته یې ونه کتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت ونه شي او په لوړ غږ یې وویل چې: اې د الله رسوله! د څه له امله له خلکو سره وجنګېږم.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر هغه ورسره وجنګېږه چې په دې خبره ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، نو کله یې چې دا ومنل او په اسلام کې داخل شول؛ نو ستا څخه یې خپلې وینې او مالونه په امن کې کړل او پر تا حرام شول؛ مګر دا چې په حقه وي؛ یعنې دا چې که چېرته جرم او یا تیری وکړي او بیا د اسلام د قوانینو پر بنسټ د وژلو مستحق وګرځي، او حساب به یې له الله سره وي.
Benefits
کله چې په یو کار کې خامخا خیر او ګټه وي، نو انسان ته جایز دي چې ځان ورمخ ته کړي او د غوښتنه یې وکړي.
امام د پوځ قوماندان ته لارښوونه کوي چې د جګړې په ډګر کې باید څنګه چلند وکړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونو ته د صحابه کرامو ژمنتیا او په پلی کولو کې یې سبقت کول.
له چا څخه چې کوم کار وغوښتل شي او ورته ستونزمن وي نو په اړه دې پوښتنه وکړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه یوه دا ده چې په راتلونکې کې به پر یهودو برلاسي کیږي، لکه څنګه یې چې د خیبر د فتحې په اړه خبر ورکړی و.
سم د لاسه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر په پرځای کولو ټینګار.
د هغه چا وژل روا نه دي چې دوه ګواهيانې (د توحيد کلمه) ووايي مګر دا چې داسې یو څه ورڅخه څرګند شي چې وژل یې حتمي وګرځوي.
د اسلام احکام د هغه څه په اړه پلي کیږي چې خلک یې ښکاره کوي او پټ رازونه یې الله تعالی ته پریښودل کیږي.
د جهاد تر ټولو ستره موخه اسلام کې د خلکو داخلېدل دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

