هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه داسې یو سړی وم چې کله به مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو حدیث واورېد نو الله به چې څومره غوښتلي و ماته به یې پرې ګټه راورسوله او كله به چې هغوى ماته یو روايت بیاناوه نو ما به قسم ورکاوه، نو کله به یې چې راته قسم وکړ بیا به مې پرې باور وکړ، او یقینا چې أبوبکر راته حدیث بیان کړی او رښتیا یې ویلي، وایې چې ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي»، بیا یې دا آیت ولوست.{وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} او هغه كسان چې كله څه بد كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي،[آل عمران سورت: 135 آیت ].
Explanation
(او هغه کسان چې کله دوی کومه لویه ګناه وکړي یا په خپلو ځانونو ظلم وکړي، نو الله یاد کړي او د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي او څوک دی چې له الله پرته ګناهونه وبخښي او بیا استمرار نه کوي پر هغه ګناه چې کړې یې ده، حال دا چې دوی پوهیږي (چې مونږ ګناه کړې ده). [آل عمران سورت: 135 آیت].
Benefits
د الله تعالی د بخښنې پراخوالی او دا چې توبه قبلوي او بخښنه کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

