ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه عبارت دی وایې چې: ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه».
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې کارونه باید وکړې:
لومړی: خپله ژبه دې له هغه څه نه وساته چې خېر پکې نه وي او له هر ډول بدې وینا څخه، او له ښو پرته بل څه مه وایه.
دویم: په کور کې پاتې شه او په خلوت کې د الله عبادت وکړه، د الله تعالی په اطاعت بوخت اوسه او د فتنو له شر څخه په کور کې ګوښه پاتې شه.
دریم: وژاړه، پښېمانه اوسه، او له خپلو کړو ګناهونو دې توبه وباسه.
Benefits
په دنیا او اخرت کې د خلاصون د اسبابو بیان.
یو کس هڅول چې انسان باید ځانته پاملرنه وکړي کله چې بل چا ته فایده نشي رسولی، یا د خلکو سره د اختلاطاتو په صورت کې خپل دین او ځان ته د زیان رسولو وېره لري.
کور ته پاملرنه، په ځانګړې توګه چې د فتنو په وخت کې د دین د ساتنې یوه وسیله ده.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

