آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي." وویل شو: پدې اړه خبر راکړه چې: که چېرته زما په ( مسلمان ) ورور کې هغه څه وي چې زه وایم؟ ویې فرمایل: "که چېرته هغه څه پکې وي چې ته یې وایې نو غیبت دې وکړ او که چېرته پکې نه وي نو تور ( تهمت ) دې پرې پورې کړ».
Explanation
او که چېرته پکې هغه صفت نه و، نو دا له غیبت نه هم سخته ( ګناه ) ده چې هغه تور پورې کول دي، یعنې په یو چا د یو کار دروغ ویل چې په هغه کې نه وي.
Benefits
له پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو ښایسته ادب؛ کله چې هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي.
د ناپوهۍ پر مهال د پوښتل شوي دا وینا چې: الله ښه پوهیږي.
د حقونو په ساتلو او ورورګلوۍ سره شریعت لره د ټولنې ساتنه.
غیبت حرام دی مګر د مصلحت لپاره په ځینو حالاتو کې لکه: د ظلم مخنیوی، چې مظلوم یو پياوړي انسان ته د ظلم په اړه یادونه وکړي چې حق ورته ترې واخلي، نو ورته ووایي: فلاني راسره ظلم کړی، یایې راسره داسې وکړل، او یا: د واده، شراکت او ګاونډیتوب په اړه د یو چا سره سلا مشوره کول او داسې نور.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

