قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي چې ویل یې: "قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي".
Explanation
Benefits
حرامه ګټه که ډېره هم وي، خو له خېر او برکت نه خالي وي.
القاري ویلي: د حرام د ګټې برکت له منځه تلل څو ډولونه لري؛ یا خو مال ته تاوان رسېږي او لهمنځه ځي، یا دا چې په داسې ځای کې لګېږي چې نه ورته په دنیا کې کومه عاجله ګټه رسوي او نه په آخرت کې ثواب، یا دا چې مال به ورسره پاتې وي خو له ګټې به یې محروم وي او یا دا چې وروسته ترې داسې چا ته په میراث پاتې شي چې شکر یې نه ادا کوي.
نووي رحمه الله ویلي دي: په دې حدیث کې د خرڅلاو (سوداګرۍ) پر مهال له ډېرو قسمونو خوړلو منع راغلې ده، ځکه بېځایه قسم خوړل مکروه (ناخوښ او ناسم) عمل دی، بل دا چې توکی ورسره مشهورېږي او کېدی شي پېرودونکي په قسم خوړلو دوکه شي.
د ډېر قسم خوړلو عادت د ایمان نېمګړتیا او د توحید نقصان دی؛ ځکه ډېر قسم خوړل دوه زیانونه لري: اول: په قسم کې بېاحتیاطي او بېپروایي، دویم: دروغ ویل، ځکه څوک چې ډېر قسمونه خوري، بالاخره دروغ ترې ویل کېږي، نو پکار ده چې له ډېر قسم خوړلو ځان وساتل شي، لدې امله الله پاک فرمایلي: (وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ) [المائدة:89] یعنې او خپلې لوړې مو وساتئ.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

