ما له تا وروسته څلور کلمې درې ځلې ویلې دي، که دا د هغو ذکرونو سره چې تا له سهاره تر دې دمه ویلې دي پرتله شي، نو دا به له هغو درنې وي
د مومنانو له مور جویریه رضی الله عنها څخه روایت دی: نبي کریم صلی الله علیه وسلم له جویریه رضی الله عنها څخه سهار وختي، چې د سهار لمونځ یې ادا کړی و، ووت، او هغه په خپل عبادت ځای کې ناسته وه. بیا چې کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم د څاښت له راختو وروسته بېرته راغی، هغه ل…

