هر چا ته چې د دغو لوڼو پالنه ورپه غاړه شوه، نو نېک چلند يې ورسره وکړو، د اور له عذاب څخه به یې د ساتنې سبب وګرځي
د مؤمنانو له مور او د نبي صلی الله علیه وسلم له مېرمنې؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې هغې نبي صلی الله علیه وسلم ته ویلي وایي چې: يوه ښځه د خپلو دوو لوڼو سره راغله او له مایې د مرستې غوښتنه کول، نو زما سره يوازې له یوې خرما پرته نور هېڅ نه و، هغې ته مې ورکړه، نو ه…

