یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې په منبر ولاړ و، د صدقې، تعفف (یعنې له اړتیا پرته د صدقې اخېستلو څخه ډډه کولو) او له خلکو څخه د سوال کولو په اړه يې وفرمایل: « یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی، لوړ لاس هغه دی چې صدقه ورکوي، او ټيټ لاس هغه دی چې مرسته غواړي».
Explanation
Benefits
په حدیث کې ټینګار شوی چې له خلکو باید سوال ونه شي او ځان ترې مستغني او بې پروا شي، او تر څنګه یې باعزته چارو ته هڅوونه او له سپکو چارو ډډه کولو ټینګار شوی دی، او الله تعالی لوړې او باعزته چارې خوښوي.
لاسونه د فضیلت له مخې څلور ډولونه دي: تر ټولو غوره هغه دي چې صدقه ورکوي، بیا هغه چې له اخیستلو څخه ځان ساتي، بیا هغه چې بې غوښتنې څه ترلاسه کوي، او تر ټولو ټیټ هغه دی چې غوښتنه کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

