صدقه مال نه کموي، او الله تعالی په بخښنې سره بنده ته نه زیاتوي مګر عزت، او هېڅوک د الله تعالی په وړاندې تواضع نه کوي مګر دا چې الله تعالی یې لوړوي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «صدقه مال نه کموي، او الله تعالی په بخښنې سره بنده ته نه زیاتوي مګر عزت، او هېڅوک د الله تعالی په وړاندې تواضع نه کوي مګر دا چې الله تعالی یې لوړوي».
Explanation
او د غچ اخستلو او یا رانیولو د توان سره سره بخښنه کول د انسان قوت او عزت زیاتوي.
او هېڅوک د الله جل جلاله لپاره عاجزي او خاکساري نه کوي؛ نه د چا له وېرې، نه د جوړ جاړې په خاطر او نه د هغه څخه د ګټې په لټه کې، مګر دا چې د هغه اجر به د مرتبې او شرف لوړېدل وي.
Benefits
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

