اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی نو خلک يې مخې ته ورټول شول او داسې ویل کېدل چې: د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! درې ځلې. نو زه په خلکو کې ورغلم چې ویې ګورم، کله چې ما د هغه مخ ولید نو پوه شوم چې د درواغجن سړي مخ نه دی، نو لومړی شی چې ما له هغه څخه واورېد دا و چې ویې ویل: «اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ».
Explanation
لومړی: د سلام ډالۍ خپرول، دا صفت په ډاګه کول او د هر چا پر وړاندې یې زیات کارول که هغه پېژنې او یا نه.
دویم: په صدقې، ډالیو او میلمه پالنې سره خواړه ورکول.
دریم: له هغه چا سره اړیکې پالل چې د مور او یا پلار له اړخه دې خپلوان وي.
څلورم: د شپې لمونځ په داسې حال کې چې خلک ویده وي.
Benefits
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

