HadeethEnc · 1.46.0
څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې په غیاب کې د خپل مسلمان ورور له عزت څخه دفاع وکړي او (پرې نږدې چې) د هغه سپکاوی وشي او یا ورسره ناوړه چلند وشي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ له هغه څخه عذاب وګرځوي.
03
Benefits
د مسلمانانو په شرف (عزت) کې له خبرو څخه ډډه کول.
جزا د عمل له جنس څخه ده، نو چا چې د خپل (مسلمان) ورور له شرف څخه دفاع وکړه؛ الله تعالی به ترې د قیامت په ورځ اور وګرځوي. (سوځولو ته به یې پرې نږدې).
اسلام د خپلو پیروانو ترمنځه د ورورګلوۍ او ملاتړ دین دی.

Attribution
[الترمذي او احمد روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares