Prophetic Hadeeth Encyclopedia
Search and read verified Prophetic hadeeth translations, explanations, benefits, categories and source attribution. Page 16.
Search the Hadeeth Encyclopedia
Smart instant results tolerate minor spelling mistakes, with every filter in one place.
فضایل او آداب
ما له تا وروسته څلور کلمې درې ځلې ویلې دي، که دا د هغو ذکرونو سره چې تا له سهاره تر دې دمه ویلې دي پرتله شي، نو دا به له هغو درنې وي
د مومنانو له مور جویریه رضی الله عنها څخه روایت دی: نبي کریم صلی الله علیه وسلم له جویریه رضی الله عنها څخه سهار وختي، چې د سهار لمونځ یې ادا کړی و، ووت، او هغه په خپل عبادت ځای کې ناسته وه. بیا چې کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم د څاښت له راختو وروسته بېرته راغی، هغه ل…
هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی».
هېڅ ډله په یوه ځای کې ناسته نه کوي چې هلته د الله یاد ونه کړي او پر پېغمبر یې درود ونه وایي، مګر دا چې (هغه ناسته به) د دوی لپاره د نقصان او پښېمانتیا لامل وګرځي؛ نو که الله وغواړي سزا به ورکړي او که وغواړي بخښنه به ورته وکړي
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هېڅ ډله په یوه ځای کې ناسته نه کوي چې هلته د الله یاد ونه کړي او پر پېغمبر یې درود ونه وایي، مګر دا چې (هغه ناسته به) د دوی لپاره د نقصان او پښېمانتیا لامل وګرځي؛ نو که الله وغواړي سزا به ور…
څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي
څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي
چا چې لس ځلې: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) وویل
له ابو ایوب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې لس ځلې: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) وویل: نو په اجر کې داسې دی لکه چا چې د ابراهیم علیه…
د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي
له معاویة - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي، او یقینا چې زه ویشونکی یم او الله جل جلاله ورکوونکی دی، او دا امت به د الله جل جلال…
اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ
له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی نو خلک يې مخې ته ورټول شول او داسې ویل کېدل چې: د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! درې ځلې.…
أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي
—د مؤمنانو له مور — عاېشې رضی الله عنها څخه روایت دی، هغې ویلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو د هغه لپاره به یې دعا کوله، او ویل به یې: «أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَا…
الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي
د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېږدي نو ترې به لاړ شي
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که…

