څوک چې له غره ځان وغورځوي او ځان ووژني، نو هغه به د دوزخ په اور کې همداسې غورځول کېږی، تل به هلته وي، ابدي عذاب کې به وي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې له غره ځان وغورځوي او ځان ووژني، نو هغه به د دوزخ په اور کې همداسې غورځول کېږی، تل به هلته وي، ابدي عذاب کې به وي، څوک چې زهر وخوري او ځان ووژني، نو زهر به یې د دوزخ په اور کې په لاس کې وي، هماغه زهر به بیا بیا خوري، تل به هلته وي او ابدي عذاب کي به وي، او چا چې ځان په یو اوسپنیز توکي وواژه، نو همدا وسله به ئې په لاس کې وي، خپل نس به پرې بیا بیا سوری کوي، تل به هلته په ابدي عذاب کې وي».
Explanation
Benefits
په حدیث کې چې کوم ډول ځان وژنه یاده شوې ده یوازې د بېلګې په موخه ده نه دا چې نورې طریقې معاف دي، کنه په هره طریقه چې انسان ځان ووژني، د قیامت په ورځ به په هماغه طریقه عذاب ورکول کېږي، په صحیح البخاري کې د رسول الله ﷺ وینا راغلې چې فرمایي: «څوک چې ځان زندۍ کوي، نو هغه به په اور کې هم ځان زندۍ کوي او څوک چې ځان په چاړه یا وسلې وهي، نو په دوزخ کې به هم ځان پرې وهي».
نووي ویلي: د رسول الله ﷺ دا قول چې: هغه به د دوزخ په اور کې تل پاتې وي؛ نو ویل شوي چې په اړه یې څو اقوال راغلي دي: یو دا چې دا حکم د هغه چا لپاره دی چې ځان وژنه حلاله وګڼي او ویې کړي، سره له دې چې پوهېده دا کار حرام دی، نو دا کس کافر دی، او دا د هغه سزا ده، دویم دا چې د "خلود" معنا دلته د ډېر وخت پاتې کېدلو ده، نه دا چې ابدي وي، لکه څنګه چې ویل کېږي: "خلد الله ملک السلطان" یعني: الله دې د سلطان سلطنت اوږد کړي، نه دا چې تل پاتې وي، او درېیم قول دا دی چې: دا یې سزا ده، خو الله تعالی مهرباني کړې، نو خبر یې ورکړی چې څوک مسلمان مړ شو، هغه تل په دوزخ کې نه پاتې کېږي.
دا د اخروي سزاوو د دنیوي جرمونو سره د مشابهت له مخې دی، او له دې څخه دا نتیجه اخیستل کېږي چې د انسان جرم پر خپل ځان هم داسې دی لکه پر بل انسان یې چې وکړي؛ ګناه یې یو شان ده؛ ځکه د انسان نفس د هغه ملکیت نه دی، بلکې د الله تعالی مِلک دی، نو انسان نشي کولای چې په هغه کې پرته له هغه څه تصرف وکړي چې الله تعالی اجازه ورکړې وي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

