ذَاقَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا». "د ایمان خوند هغه چا څکلی دی چې په دې راضي وي چې الله تعالی یې رب، اسلام یې دین او محمد صلی الله علیه وسلم یې رسول دی
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «ذَاقَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا».
"د ایمان خوند هغه چا څکلی دی چې په دې راضي وي چې الله تعالی یې رب، اسلام یې دین او محمد صلی الله علیه وسلم یې رسول دی".
Explanation
لومړی: له الله تعالی څخه د څښتن په توګه داسې راضي وي چې زړه یې په هغه څه آرام وي چې د الله تعالی له خوا ورته د هغه د ربوبيت په توګه ورکړل شوي لکه: د روزۍاو بېلابېلو حالاتو وېش، نو په زړه کې پرې هېڅ اعتراض نه لري او له الله پرته د بل رب پلټنه هم نه کوي.
دویم: په اسلام د دین په حیث داسې راضي وي چې اسلامي دندو او وجایبو ته یې سینه خلاصه وي او له اسلام پرته د بلې لارې په لټه کې نه وي.
دریم: پر محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه داسې راضي وي چې سینه ورته پراخه وي او پر ټولو هغو څه له شک پرته خوښ وي چې هغه ورته راوړي دي او یوازې هغه څه تعقیبوي چې د هغه د لارښوونې سره سم وي.
Benefits
بدن د خوراک او څښاک خوږوالی هغه مهال حس کولای شي چې روغ وي، همدا رنګه زړه هم دی چې کله د نفسي غوښتنو له ناروغۍ او حرامو خوهشاتو څخه وژغورل شي د ایمان، خوږوالی حس کوي او کله چې ناروغ شي د ایمان خوږوالی نه حس کوي، بلکه کېدی شي هغه خواهشات او ګناهونه ځانته حلال وګڼي چې هلاکت یې پکې وي.
انسان چې کله په یو کار خوښ وي او ښه یې وګڼي ورته اسانیږي او هېڅ شی یې پرې نه سختېږي او په هر هغه څه خوشحالیږي چې ورته راځي، او د تندي پراخوالی یې د زړه له خوښۍ سره ورګډ شي، نو همدا رنګه مؤمن هم دی چې کله یې ایمان زړه ته ننوځي، نو د الله اطاعت ورته اسان شي او زړه یې پرې خوږوالی مومي، او په سختوالي یې نه پوهیږي.
ابن القیم رحمه الله فرمایلي: په دې حدیث کې د خپل رب په ربوبیت او الوهیت د خوښۍ اظهار دی، او همدا رنګه یې په رسول د خوښۍ اظهار او هغه ته غاړه اېښودل دي او په دین رضایت او هغه ته تسلمېدل دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

