له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې: «له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،
Explanation
Benefits
په تدریجي ډول له بدیو څخه د منع کولو حکم، هر یو د خپل توان او وړتیاوو سره سم.
له بدیو څخه منع کول په دین کې هغه ستر باب دی چې - دا کار - له هیچا څخه نه ساقطیږي، او هر مسلمان پرې د خپلې وسې پورې مکلف دی.
په نیکۍ امر کول او له بدیو څخه منع کول د ایمان له ځانګړتیاوو څخه دي، او ایمان زیاتیږي او کمیږي.
له بدیو څخه د منع کولو لپاره پدې پوهېدل شرط دي چې نوموړی کار ناروا دی.
له بدیو څخه د منع کولو لپاره شرط دا دی چې هغه باندې بل ستر ناروا عمل مرتب نه شي.
له بدیو څخه منع کول آداب او شرایط لري چې مسلمان یې باید زده کړي.
له بدیو څخه منع کول دیني پالیسۍ، پوهې او بصیرت ته اړتیا لري.
په زړه سره د ګناه بد نه ګڼل د ایمان په کمزورتیا دلالت کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

