مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».
Explanation
Benefits
له ژبې او لاس څخه په ځانګړې توګه یادونه لدې امله وشوه چې ډیری بدۍ او ضررونه له دوی څخه دي او تر ټول لوی شرونه له همدې دواړو صادریږي.
ګناهونو پرېښودلو ته هڅول او پر هغه څه ټینګ عمل کول چې الله تعالی پرې امر کړی.
غوره مسلمان هغه دی چې د الله تعالی او د مسلمانانو حقوق ادا کړي.
تیری، کېدی شي چې په وینا او یا کړنې سره وي.
بشپړ هجرت د هغو کارونو پرېښودل دي چې الله جل جلاله حرام کړي دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

