زما نه مخکې الله تعالی هیڅ یو امت ته پېغمبر نه دی لېږلی مګر دا چې هغه لره به د خپل د امت څخه ځانګړي ملګري (حواریان) وو او داسې ملګري چې د هغه په سنتو به يې عمل کاوه او د هغه د اوامرو پیروي به یې کوله
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «زما نه مخکې الله تعالی هیڅ یو امت ته پېغمبر نه دی لېږلی مګر دا چې هغه لره به د خپل د امت څخه ځانګړي ملګري (حواریان) وو او داسې ملګري چې د هغه په سنتو به يې عمل کاوه او د هغه د اوامرو پیروي به یې کوله، بیا له هغوی پسې داسې ناکاره وارثان پریږدي چې هغه څه به وایي چې خپله یې نه کوي، او هغه څه به کوي چې په هغې ورته امر نه کیږي، نو چا چې ورسره په لاس جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او چا چې ورسره په ژبه جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او چا چې ورسره په زړه جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او لدې وروسته د شړشم د دانې په اندازه ایمان هم نه شته».
Explanation
Benefits
څوک چې په زړه هم د منکر مخالفت نه کوي دا یې د ایمان په کمزورتیا او یا له منځه تللو باندې دلالت کوي.
الله تعالی پیغمبرانو ته دا چاره اسانه کړه چې له هغوی وروسته نور پېغمبران یې رسالت پر غاړه واخلي.
څوک چې خلاصون غواړي نو د پېغمبرانو د تګلارې پیروي دې وکړي؛ ځکه د هغوی له لارې پرته نورې ټولې د هلاکت او ګمراهۍ لارې دي.
څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم د وخت سره واټن رامنځته کیږي، خلک سنت پریږدي، د خواهشاتو پیروي کوي او بدعتونه کوي.
د جهاد د مرتبو بیان، د هغه چا لپاره په لاس چې بدلون راوستلی شي لکه: چارسمبالي، واکمنان او امیران، او د حق د بیانولو لپاره په ژبه او خلک ورته رابلل، او په زړه د منکر منع کول او ورڅخه زړه بدی او ناخوښي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وجوب.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

