يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې».
Explanation
لومړی: مسکينانو ته ډیره ډوډۍ ورکول لکه: صدقه، تحفه، مېلمستيا او ولیمه او د خوراک ورکولو فضيلت قحطۍ او قیمتۍ پر مهال لاپسې زیاتیږي.
او دویمه: هر مسلمان ته سلام اچول، برابره خبره ده که یې پېژنې یا یې نه پېژنې.
Benefits
سلام اچول او ډوډۍ ورکول په اسلام کې له غوره عملونو څخه دي؛ ځکه فضیلت لري او خلک ورته په هر وخت کې اړتیا لري.
پدې دوو خویونو سره، احسان په قول او عمل کې یوځای کیږي، او دا ترټولو بشپړ احسان دی.
دا خویونه د مسلمانانو تر منځه خپلمنځي خویونه دي، او ځینې نور خویونه شته چې د بنده د خپل رب سره د چلن په اړه دي.
په سلام سره پېل کول په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځه دي، لدې امله کافر ته په سلام پېل نه کیږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

