یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
د عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وویل: یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وویل: «شل» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله وبركاته»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وفرمایل: «دیرش».
Explanation
Benefits
د اجر زیاتوالی د سلام د الفاظو په زیاتوالي سره دی.
د سلام ویلو بشپړه بڼه: «السلام عليكم ورحمة الله وبركاته» ده او د ځواب غوره بڼه یې: «وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته» ده.
د سلام ویلو او ځواب ورکولو درجې مختلفې دي، او له دې سره ثواب هم توپیر لري.
خلکو ته د نېکۍ زده کړه ورکول او هغوی ته د غوره کارونو ور په زړه کول مستحب دي.
ابن حجر وایي: که چېرته نوی کس د سلام په ویلو کې «ورحمة الله» زیات کړي، مستحب ده چې «وبركاته» هم زیات کړي، که هغه «وبركاته» زیات کړي، نو آیا په ځواب کې د زیاتوالي اجازه شته؟ همدارنګه که نوی کس له «وبركاته» وروسته نور څه زیات کړي، آیا اجازه لري؟ مالک په موطأ کې د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت نقل کړی چې ویلي یې دي: سلام تر «البركة» پورې دی او پای ته رسېږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

