د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: "د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل".
Explanation
دویم حق: د مریض پوښتنه کول او زیارت ته یې ورتلل.
درېم حق: جنازې پسې یې له کوره تر هدیرې پورې تلل تر دې چې دفن شي.
څلورم حق: د بلنې منل کله چې بلنه ورکړي لکه د واده ولیمې او یا داسې نورو ته.
پنځم حق: پرنجي کوونکي ته ځواب وییل: داسې چې هغه کله د پرنجې پر مهال الحمد لله ووایي نو ورته ووایي چې: یرحمک الله (الله دې پر تا رحم وکړي) بیا به پرنجی کوونکی ووایي: یهدیکم الله و یصلح بالکم (الله تعالی دې تاسو ته هدایت وکړي او ستاسو حال دې سم کړي).
Benefits
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

