کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ)
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).
Explanation
لومړی به یې په خپل لاس یا جامه په خولې کېښوده؛ تر څو یې له خولې یا پزې داسې څه را ونه وځي چې له امله یې ناست ملګري ازار شي.
دویم: غږ به یې ټیټاوه او نه به یې پورته کاوه.
Benefits
د پرنجي پر مهال په خوله او پوزه جامه او یا بل څه نیول مستحب دي، تر څو ترې داسې څه راونه وځي چې ناست کس ته زيان ورسيږي.
د پرنجي پر مهال د غږ ټېټول مطلوب دي، او دا کار بشپړ ادب او له غوره اخلاقو څخه دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

